پيپلز پارټي دې د بېباورۍ تحريک راوړي ،اسد قيصر
د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد قيصر ويلي، که چيرې پيپلز پارټي رښتيا سنجيده وي نو د بېباورۍ تحريک (عدم اعتماد) دې راوړي. که پيپلز پارټي غواړي چې له دې حکومت نه ځان خلاص کړي، نو دا کار د بېباورۍ دتحريک له لارې ممکن دے. په اسلام آباد کښې جيو نيوز سره په خبرو کښې د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر ووئيل چې پاکستان تحريک انصاف به بې له کوم شرطه د پيپلز پارټۍ ملاتړ وکړي، موږ ته څه نه پکار دي، دې ناجايزه حکومت ته خو پيپلز پارټي اوږه ورکړې ده. اسد قيصر وويل چې د ۲۶مې اييني ترميم دلارې کوم ظلم وشو، پيپلز پارټي هم هغه مراعات اخلي، او چې کومه قانون سازي روانه ده، په هغې کښې هم پيپلز پارټي برابره شريکه ده. هغه وويل چې د انساني حقونو خلاف ورزۍ چې روانې دي، پکښې هم پيپلز پارټي شريکه ده. که پيپلز پارټي غواړي چې له دې هر څه ځان وباسي او د ائين بحالي غواړي، نو عملي ګام دې واخلي. که دوي د ايين بحالۍ لپاره سنجيده وي، نو راځئ چې يو ځائے شو. اسد قيصر وويل چې پيپلز پارټي لپاره يوازينے شرط دا دے چې د بېباورۍ تحريک راوړي، څو معلومه شي چې هغوي سنجيده دي. مونږ به بې له کومې لوظنامې يا شرطه د هغوي ملګري يو. هغه ووئيل چې شايد د بېباورۍ له لارې د پيپلز پارټۍ پخواني "ګناهونه" ووينځل شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0