دسعودي دلوړې کچې کاروباري وفد په تجارت اؤ سرمايه کارۍ دخبرو لپاره پاکستان ته راورسيدو

Oct 7, 2025 - 21:33
 0  3
دسعودي دلوړې کچې کاروباري وفد په تجارت اؤ سرمايه کارۍ دخبرو لپاره پاکستان ته راورسيدو

د سعودي عرب يو لوړ پوړے تجارتي وفد، د پاک-سعودي ګډې بزنس کونسل د مشر شهزاده منصور بن محمد ال سعود په مشرۍ اسلام اباد ته رارسېدلے، چيرته چې به د تجارت، سرمايې کارۍ او دوه اړخيزو همکاريو په موضوعاتو خبرې اترې کوي.

دا پرمختګ   پۀ داسې حال کښې  مخې ته راغلے دے  چې پاکستان د سعودي عرب سره د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو او مذاکراتو د څار لپاره 18 کسيزه کميټي جوړه کړې. تېره مياشت دواړو هيوادونو يو ګډ دفاعي تړون هم لاسليک کړے و، چې له مخې يې د هر ډول تېري په صورت کښې د ګډ غبرګون ژمنه شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د بيان له مخې، شهزاده منصور بن محمد ال سعود او ورسره راغلي پلاوي به د پاکستان له مشرتابه سره ملاقاتونه کوي، او له لوړ پوړو حکومتي چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ له خونې (چيمبرز آف کامرس) او له مشهورو کاروباري ډلو سره مشورې کوي، تر څو د دوه اړخيز تجارت او سرمايې کارۍ د ودې امکانات وڅېړي.

په بيان کښې دا هم ويل شوي چې دا سفر د پاکستان او سعودي عرب تر منځ ژور او وروڼولي اړيکې څرګندوي، او دا د دواړو هېوادونو هغه هوډ ښائي چي د پاک-سعودي ګډې بزنس کونسل د چوکاټ لاندې اقتصادي او سرمايه کارۍ شراکت ته پراختيا ورکړي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي