حماس مصر کښې جاري مذاکراتو کښې خپلې غوښتنې پيش کړې
د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وړاندې شوي د غزې د امن منصوبې په لړ کښې په مصر کښې دروانو مذاکراتو په دوران فلسطيني مزاحمتي ډلې حماس دائيمي اوربند، او د اسراييلي ځواکونو د مکمل وتلو په ګډون نورې مهمې غوښتنې وړاندې کړي دي.
د قطري چينل الجزيره د راپور له مخې، حماس د مصر په منځګړيتوب روانو خبرو کښې خپلې بنيادي مطالبې او غوښتنې په ډاګه کړې دي.
د حماس وياند، فوزي برهوم، وئيلي دي چې د دوي وفد دا کوشش کوي چي "ټول خنډونه له مخې لرې کړي" تر څو يو داسې معاهده وشي چي "د غزې د اولس هيلو او ارمانونو ته ځواب ووئيلے شي".
د فوزي برهوم په وينا، د حماس مهم غوښتنې دا دي، يو دايمي او هر اړخيز اوربند؛، د اسراييلي ځواکونو مکمل انخلا له غزې نه؛ د انسانې مرستو او ضروري سامانونو غزه ته بې قيده رسد، بې کوره خلکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه، د غزې د بيا رغونې بيړنے پيل، چي د يو فلسطيني ملي تخنيکي ادارې تر څارنې لاندې وشي؛ او د بنديانو د تبادلې يو عادلانه معاهده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0