دايمل ولي دسينيټ تقرير دپارټۍ اجتماعي بيانيه ده، ميا افتخار
پېښور( وحدت خبر) د عوامي نيشنل پارټۍ د صوبې مشر ميا افتخار حسين ويلي دي چي د مرکزي مشر سينيټر ايمل ولي خان د سينيټ وينا د ګوند اجتماعي موقف دے، پۀ ائين، صوبائي خودمختاري او پارلماني وقار نه به هېڅکله سمجهوته ونۀ شي.
د باچا خان مرکز پېښور کښې، د مرکزي مشر ايمل ولي خان د سينيټ وينا نه پس چي کوم صورتحال پيدا شو، د دې په حواله د صوبائي کابينې يوه بيړنۍ غونډه وشوه، چي ورپسې ميا افتخار حسين خبريالانو ته وينا وکړه. ده ويلي چي د سينيټ وينا نه پس چي کوم صورتحال رامنځته شو، دا نه د يو کس شخصي خبره ده او نه هم د يو شخصي رائے اظهار، بلکې دا د ملک د وفاقي جوړښت، صوبائي حقونو، اييني اختيارونو او پارلماني رواياتو سره تړلې يو بنيادي قومي مسئله ده.
ده زياته کړه چي د مرکزي مشر سينيټر ايمل ولي خان وينا نه خو د ذاتي جذباتو اظهار و، او نه هم کوم بې ترتيبه بيان، بلکې دا هم هغه موقف دے چي عوامي نيشنل پارټۍ په تيرو څو مياشتو کښي په عوامي رابطه مهم، آل پارټيز کانفرنسونو او پارلماني پليټفارمونو کښي پورته کړے دے.
عوامي نيشنل پارټۍ خيبر پښتونخوا د خپل مرکزي مشر ايمل ولي خان د موقف سره کلک ولاړه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0