غزه، داسرائيلو بمبارۍ کښې نور21 فلسطينيان شهيدان

Oct 6, 2025 - 22:23
 0  1
غزه، داسرائيلو بمبارۍ کښې نور21 فلسطينيان شهيدان

د غزې په تړانګه کښې په تېرو 24 ساعتونو کښې د اسرائيلو ظالمانه بريدونو کښې نور 21 فلسطينيان شهيد شوي او 96 تنه نور ټپيان شوي دي. د فلسطين د روغتيا وزارت په وينا، د مارچ راهيسې چې د جګړې اوربند ختم شوے، تر اوسه پورې د اسرائيلي بمبارۍ له کبله 13568 فلسطينيان شهيد شوي او 57637 تنه ژوبل شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د 2023 کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته د اسراييلو بريدونو کښې 67160 فلسطينيان شهيد او يو لک 79 زره،679 کسان ټپيان شوي دي. اسرائيل هم دا منلې چې د غزې په دوه کلنه جګړه کښې د دوي  دزرو  نه زيات سرتېري وژل شوي دي. همدا شان ، د فلسطيني روغتيائي چارواکو په وينا، په تېرو 24 ساعتونو کښې د هغو فلسطينيانو پر ضد چې د مرستې  طمعه ئې لرله، د اسرائيلي پوځ له خوا په بريد کښې نور 21 کسان شهيد او 19 نور ژوبل شوي دي. د فلسطيني چارواکو په وينا، تر اوسه پورې 2610 فلسطينيان چې د مرستو  طمعه  يې لرله، شهيدان شوي او 19143 نور ژوبل شوي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي