اسرائيلو په غزه کښې نور 19 فلسطينيان شهيدان کړل
غزه( الجزيره) د اسرائيلي قابضو ځواکونو بريدونه په غزه کښې روان دي، د شهيدانو شمېر 19ته رسېدلے دے. د قطر د نشراتي ادارې "الجزيره" د راپور له مخې، اسرائيلي ځواکونو بې وسلې ولسي خلق په خېمو، د کډوالو په کمپونو او ښوونځيو کښې په نخښه کړي دي، او د مرستې په تمه دوه نور کسان هم شهيدان شوي دي.
د فلسطين د صحت وزارت وائي، د نيول شوې لويديزې غاړې د بيت لحم ښار ختيځ ته، د بيت ساحور په شاوخوا کښې، د اسرائيلي پوځ اووه تنه ژوبل کړي، چې له هغو څخه د دوه کسانو حالت ډېر نازک ښودل شوے دے. بلخوا د غزې د صحت وزارت وائي، په تېرو 24 ساعتونو کښې د لوږې له امله يو بل تن شهيد شوے، چې د جګړې له پيله د خوراکي کموالي له امله د شهيدانو شمېر 460 ته رسېدلے، چې پکښې 154 ماشومان شامل دي. له دې سره سره، د اسرائيلي پوځ لخوا د نيول شوې لويديزې غاړې په بيلا بيلو سيمو کښې چاپې روانې دي، چې پکې 13 فلسطينيان نيول شوي دي. د فلسطين خبري اژانس "وفا" د راپور له مخې، اسرائيلي ځواکونو د الخليل له سيمې څخه د يو ماشوم په ګډون اووه تنه فلسطينيان نيولي، درې کسان له سلفيت، شمال لويديز رامالله څخه يو ماشوم او بل تن، او له بلاطه د کډوالو کمپ څخه يو تن نيول شوي دي. په زمکنيو حالاتو کښې هېڅ بدلون نه دے راغلے محلي فلسطينيانو د "رويټرز" خبري اژانس ته ويلي، که څه هم د سولې خبرې اترې نزدې ښکاري، خو "په زمکنيو حالاتو کښې هېڅ بدلون نه دے راغلے". د امريکا د اولسمشر ټرمپ له خوا د بمباريو د بندېدو غوښتنې سره سره، د اسرائيل جنګي الوتکو او ټانکونو د شپې له خوا د غزې پر مختلفو سيمو بريدونه کړي دي. ډېر فلسطينيان، چې په تېرو دوو کلونو کښې د جګړې پر مهال څو ناکام اوربندونه ليدلي، اوس له دې جګړې د خلاصون هيله بايلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0