زما حکومت په صوبه کښې دکوم اپريشن حمايت نۀ کوي، وزيراعلى ګنډاپور

Sep 27, 2025 - 23:06
 0  2
زما حکومت په صوبه کښې دکوم اپريشن حمايت نۀ کوي، وزيراعلى ګنډاپور

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې ددۀ حکومت په صوبه کښې دکوم اپريشن حمايت نۀ کوي، په پېښور کښې دپاکستان تحريک انصاف جلسې ته په وينا کښې علي امين ګنډاپور ووئيل چې  مونږ به دکوم اپريشن اجازت نۀ ورکوو اؤ نۀ  هم ددې حمايت کوو، وفاقي حکومت دې واوري، دخېبرپښتونخوا حکومت  داپريشن اؤ يا دخلقو دبې کوره کولو حمايت نۀ کوي، علي امين ګنډاپور په وفاقي ادارو زور راوړے دے چې دافغانستان سره دې خبرې وکړي اؤ په ملک کښې دې ددهشت ګردۍ مسئله حل کړي، دۀ ووئيل چې مونږ جنګ نۀ غواړو اؤ ددې خلاف به غږ پورته کوو، وزيراعلى دوخت سره  خپل موقف بدل کړے، په جولائي کښې  هغه   په باجوړ کښې دعسکريت خوښو خلاف په فوجي کارروايۍ دسخت تنقيد نه پس په ظاهره دټارګټډ اپريشن دمکمل حمايت اعلان کړے ؤ.  دغه بيان دهاغه ويډيو پيغام بيخي برعکس ؤ چې هغه يوه ورځ وړاندې دپي ټي ائي  دپارليماني ميټنګ نه پس جاري کړے ؤ چې پکښې هغه وئيلي وو چې په باجوړ ضلع کښې  دعسکريت خوښو خلاف په فوجي کارروايۍ کښې معصوم وګړي شهيدان شوي، هغه وئيلي وو چې دغسې اپريشنې منفي اثرات اچوي اؤ دعوامو اؤ فوج ترمينځ اعتماد ته نقصان رسوي. دپېښور جلسې ته په وينا کښې وزيراعلى ګنډاپور  دعدليې نه هم غوښتنه وکړه چې  دائين مطابق دې  انصاف فراهم کړي، دۀ ووئيل چې  عمران خان، دهغه ميرمنې اؤ عوامو ته دې  انصاف ورکړے شي، علي امين ګنډاپور ووئيل چې  دپي ټي ائي  دحقيقي ازادۍ لپاره جدوجهد به تر هاغه وخته جاري وي، ترڅو چې  ئې کاميابي نۀ وي ترلاسه کړي،  دفيلډ مارشل  عاصم منير په مخاطب کولو سره دۀ ووئيل  په تا لازمه ده چې  خپل کردار ادا کړې اؤ دعمران خان مسئله حل کړې، لکه څنګه چې دپي ټي ائي باني  په مئ کښې دبهارت سره دتنازعې په دوران دفوج سره په ودريدو سره خپل کردار ادا کړے ؤ.  دپي ټي ائي  رهنما جنيد اکبر پخپله وينا کښې ووئيل  خېبرپښتونخوا وړاندې هم دپي ټي ائي وه اؤ نن هم ده. کوم خلق چې په کرسيو ناست دي ددوي نه به دوينې ديويو څاڅکي حساب اخلو، څوک چې دخان وفادار نۀ وي زۀ به پرې زمکه تنګه کړم. دۀ ووئيل مونږ په يو صورت هم اپريشن نۀ قبلووو.

دپي ټي ائي مرکزي ترجمان وقاص اکرم  شيخ  پخپله وينا کښې ووئيل  په پنجاب کښې په سيلاب ځپليو پسې ټوقه کيږي. همدغه شان سلمان اکرم راجه ووئيل  فوجي اپريشن مسترد کوو، دصوبو وسائيل به چاته هم نۀ ورکوو. دپي ټي ائي رهنما عثمان ډار ووئيل  زما مور په پنجاب کښې زيږيدلې خو زړۀ مې په پښتونخوا کښې درزيږي. اسد قيصر ووئيل چې  په يو صورت کښې هم اپريشن نۀ غواړو، دجنګونو نه تنګ شوي يو. مونږ دافغانستان سره دمعاملاتو سمولو  پلوي يو، دافغانستان سره زمونږ دامن اؤ تجارت تعلق دے. بيرسټر ګوهر ووئيل شل کروړه عوام قيدي نمبر ٨٠٤ غواړي.

دپارټۍ رهنما اعظم سواتي هم جلسې ته وينا وکړه اؤ وې وئيل چې  ظلم به زغمو، ترڅو چې عمران خان دجيل نه نۀ وي رها شوے، دۀ اميد څرګند کړے دے چې عمران خان به زر دجيل نه  راوځي اؤ ملک به دترقۍ، خوشحالۍ اؤ امن لوري ته بوځي.

بلخوا پنډال کښې موجودو کارکنانو دوزيراعلى خلاف نعره بازي شروع کړې اؤ دهغه دخطاب اوريدو نه ئې  انکار کړے دے، کارکنانو دوزيراعلى خلاف احتجاج کړے،  پنډال ته ئې بوتلې ويشتل شروع کړي، خو ددې باوجود هم وزيراعلى خپل خطاب جاري ساتلے. په جلسه کښې بدانتظامي جاري وه، کارکنان دزنانه ؤ پنډال ته داخل شوي، پوليس ئې هم په مخنيوي کښې ناکامه شوي چې په دې زنانه ؤ پنډال پريښے اؤ واپس تللي دي.

ټي وي چينلو دپي ټي ائي دا جلسه نيغ په نيغه نۀ ده نشر کړې خو دپي ټي ائي سوشل ميډيا دلارې ان لائن نشر کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي