مقبوضه بيت المقدس کښې ډزې،٥ مړۀ،١١ ژوبل،2 حمله کوونکي وژل وي
دمقبوضه بيت المقدس خواؤشا کښې دډزو په يوه پېښه کښې ٥ کسان وژل شويدي اؤ 11 سخت ژوبل شويدي چې پکښې ديو حالت تشويشناک دے، دخبري ادارې روئټرز ترمخه اسرائيلي ايمبولينس سروس وئيلي دي چ دواړه حمله کوونکي وژل شوي دي، تر دې مهاله نۀ ده په ډاګه شوې چې دډزو وجه څه وه. خو فلسطيني مزاحمتي تنظيم حماس دوه فلسطيني مزاحمتي مجاهدينو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړيدي چې په اړه ئې وئيل کيږي چې هغوي دا حمله کړې ده. خو تنظيم ئې ذمه واري نۀ ده منلې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0