افغانستان سره په سياسي خبرو يقين ساتم،ګورنر فيصل کريم کندي

Feb 19, 2026 - 01:08
 0  3
افغانستان سره په سياسي خبرو يقين ساتم،ګورنر فيصل کريم کندي

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې افغانستان سره په سياسي خبرو يقين ساتم،  دخارجي اؤ داخلي معاملاتو بهترين حل  دخواؤشا سره دسياسي قيادت په شريکه کښيناستلو  باندې منحصر دے، پرامنه افغانستان نۀ صرف دپاکستان بلکې دټولې سيمې لپاره اهميت لري، مونږ دافغانستان په پشمول دټولو ګاونډي ملکونو سره  دبهترينو تعلقاتو اؤ تجارتي سرګرميو دودې په حق کښې يو،د معاشي اؤ کاروباري ترقۍ لپاره به په ټوله سيمه کښې  دپائيداره امن قيام يقيني کول وي. ددې خيالاتوڅرګندونه دۀ په ګورنر هاؤس کښې دجامعه پېښور دبين الاقوامي تعلقاتو دڅانګې زيراهتمام دپاکستان افغانستان سيکورټي، تجارت، ريجنل اقتصادي معاملاتو په اړه په مکالمه مبني  غونډې ته دخصوصي ميلمه په توګه دوينا په وخت کړې ده، په دې اهمه موضوع  مبني دمکالمې په نشست کښې  چئيرمين ډاکټر سيد سميع رضا، ډاکتر نوشين نصير، ابراهيم شينواري، مهران وزير، واجدعلي شينواري، ډاکټر سيد حسن شهيد سهروردي، شاهد حسين شينواري اؤ دآکټر وقاص حسين شاه پشمول  نورو برخه والو دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ريجنل، سيکورټي، تجارتي چيلنجونو اؤ په مستقبل کښې دپاک افغان سرحد کاروباري ترقۍ لپاره هر وخت په استعمال کښې راوستلو سره دمينځنۍ ايشيا ملکونو پورې تجارت لپاره  دانتهائي موزون اؤ مناسب جوړولو په اړه  خپل تجويزونه اؤ رائې پيش کړيدي، ګورنر سيمينار ته په  وينا کښې  بين الاقوامي تعلقاتو څانګې ته مبارکي ورکړه اؤ وې وئيل چې ددې نوعيت  په وخت اؤ اهمکې مکالمې په پاليسي سازۍ کښې مثبت کردار ادا کوي. دۀ ووئيل چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ  سرحدي سلامتي، تجارت اؤ علاقائي معيشت  مسائيلو حل  په متوازن حکمت عملۍ کښې پټ دے چې پکښې دسيکورټي يقيني کولو ترڅنګ قانوني تجارت اؤ عوامي رابطو ته وده ورکول شامل دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي