ډي ائي خان کښې دترهه ګرو حمله کښې دشهيد شوو پوليس اهلکارو جنازې ادا

Feb 12, 2026 - 01:26
 0  3
ډي ائي خان کښې  دترهه ګرو حمله کښې دشهيد شوو پوليس اهلکارو جنازې ادا

ډي ائي خان( وحدت خبر) دډی ايی خان  په وانډه بډهـ پنياله کښې ددهشت ګردو په حمله کښې دشهيد شوو پوليس اهلکارو  دجنازې لمونځ په اعجاز شهيد پوليس لائنز ډيره کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے.

دجنازې لمونځ کښې دډيره ډويژن کمشنر داود خان، اسټيشن کمانډر محمد ابوبکر، ريجنل پوليس افسر ډيره سيد اشفاق انور اؤ نورو پوليس افسرانو،ځوانانو اؤ دشهيد عزيزانو شرکت کړے دے.

 په ډيره اسماعيل خان کښې دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې( سي ټي ډي) په سرچ اپريشن کوونکې پارټۍ دهشت ګردو حمله کړې ده چې په نتيجه کښې دايس ايچ او پشمول څلور پوليس اهلکار شهيدان شويدي. دپوليسو ترمخه دپنياله تاڼې  کلي وانډه بډهـ کښې  سرچ اپريشن لپاره په تللې پوليس پارټۍ دوړاندې نه پټو دهشت ګردو ناڅاپي ډزې کړيدي. په حمله کښې ايس ايچ او تاڼه پنياله فهيم ممتاز مروت، کانسټيبل عرفان خان، کانسټيبل غلام سبحاني اؤ کانسټيبل وجاهت علي شهيدان شويدي. ددهشت ګردو په حمله کښې دډي ايس پي حافظ محمد عدنان پشمول څلور اهلکار ژوبل شويدي. ژوبل شوي کسان ټراما سنټر ته منتقل کړے شويدي چرته چې دټولو زخميانو حالت دخطرې نه بهر ښودل کيږي، دپېښې نه پس علاقه په محاصره کښې اخستل شوې اؤ سرچ اپريشن روان دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي