دتحريک تحفظ ائين پاکستان دصفا اؤ شفافو انتخاباتو غوښتنه

Jan 18, 2026 - 22:46
 0  5
دتحريک تحفظ ائين پاکستان دصفا اؤ شفافو انتخاباتو غوښتنه

 کراچۍ( وحدت خبر)  تحريک تحفظ ائين پاکستان  دال پارټيز کانفرنس په اعلاميه کښې  دغيرجانبدارانه  اليکشن کميشن اؤ صفاف  اؤ شفاف انتخاباتو غوښتنه کړې  اؤ   وئيلي ئې دي چې  دعوامي مينډيټ غلا کوونکو خلاف دې  شپږم ارټيکل ولګول شي، تحريک تحفظ ائين پاکستان وئيلي دي چې  د٢٦م اؤ ٢٧م ائيني ترميم دلارې دميډيا ازادي ختمه کړے شوې ده، دسندهـ حکومت اولس ته سهولتونو ورکولو کښې ناکامه شويدے، داعلاميې ترمخه    غيرجانبدارانه اليکشن کميشن دې جوړ اؤ شفاف اؤ صفا انتخابات دې ترسره کړے شي،داے پي سي اعلاميه کښې وئيل شوي دي چې  اپوزيشن دجانو دجبري تبادلو غندنه کړې ده، همدغه شان عمران خان اؤ دبشرى بي بي پشمول  دنورو سياسي اسيرانو درهايۍ غوښتنه شوې اؤ دعمران خان سره  دملاقات داجازت نۀ ورکولو غندنه شوې ده اؤ وئيل شويدي چې  دعمران خان سره په ملاقات  لګيدلے بنديز دې لرې کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي