خېبرپښتونخوا کښې دسيکورټي فورسز کارروايۍ،١١ خوارج ووژل شول
پېښور( وحدت خبر) خېبرپښتونخوا کښې سيکورټي فورسز کارروايۍ کړيدي چې پکښې ١١ خوارج وژل شوي دي، دائي ايس پي ار ترمخه شمالي وزيرستان کښې ترسره شوي انټلي جنس بيسډ اپريشن کښې ٦ ترهه ګر وژل شويدي، همدغه شان دائي ايس پي ار ترمخه کرمه کښې دپوليس اؤ سيکورټي فورسز مشترکه اپريشن کښې ٥ خوارج وژل شويدي، ائي ايس پي ار وئيلي دي چې دواړو کارروائيو کښې دترهه ګرو ځالې په موثره انداز کښې په نخښه کړے شويدي، وژل شوي ترهه ګر بهارتي حمايت يافته وو چې دقبضې نه ئې وسله اؤ ګوله بارود هم ترلاسه کړے شويدي، هغوي دسيکورټي فورسز، قانون نافذونکو ادارو اؤ معصوم وګړو دټارګټ کلنګ پشمول دترهه ګرۍ مختلفو پېښو کښې ککړ وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0