دبنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمه خالده ضياء پحق ورسيده
ډهاکه( ميډيا رپورټ) دبنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمه خالده ضياء پحق ورسيده، خالد ضياء دبنګله ديش اولنۍ زنانه وزيراعظمه وه. خالد ضياء ٨٠ کاله عمر لرلو، هغه په ګڼو مرضونو اخته وه. دبنګله ديش دنيشنل پارټۍ ترمخه هغه دډهاکې په يو هسپتال کښې دمقامي وخت مطابق سحر شپږ بجې مړه شوې ده. خالده ضياء دبنګله دپخواني صدر ضياء الرحمان ميرمنه وه، هغه دګڼو ناروغيو ښکار وه. دګل په شپه دهغې طبيعت ناڅاپي نازک شوے ؤ اؤ ډاکټرانو ترمخه هغې ته لائف سپورټ ورکول کيدو خو دعمر اؤ خراب صحت په سبب دګڼو بيماريو علاج ئې په يو ځائے ممکن نۀ ؤ. دبنګله ديش نيشنل پارټۍ ليډرې خالده ضياء په نولس سوه يو نوي کښې وزيراعظمي سمبال کړې وه. هغه په کال دوه زره يو کښې يوحل بيا وزيراعظمه منتخب شوې وه خو اکتوبر ٢٠٠٦م کښې عامو انتخاباتو لپاره داقتدار نه بيله شوې وه.په سياسي کرئير کښې پرې دکرپشن تورونه لګيدلي، هغه په ٢٠١٨م کښې پينځوو کلونو لپاره جيل ته هم تللې وه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0