اپوزيشن حکومت سره مذاکراتو ته تيار، دنوو شفافو انتخاباتو غوښتنه

Dec 21, 2025 - 21:54
 0  2
اپوزيشن حکومت سره مذاکراتو ته تيار، دنوو شفافو انتخاباتو غوښتنه

اسلام اباد( وحدت خبر)  اپوزيشن اتحاد تحريک تحفظ ائين پاکستان په ملک کښې دنوو صفا اؤ شفافو انتخاباتو غوښتنه کړې ده اؤ داتمې فرورۍ ٢٠٢٤م په انتخاباتو کښې دمبېنه دهاندلۍ دتحقيقاتو مطالبه ئې هم کړې ده، دوي واضحه کړې ده چې اپوزيشن دمذاکراتو لپاره تيار دے.  دتحريک تحفظ ائين پاکستان لخوا دوه ورځني قومي مشاورتي کانفرنس په اعلاميه کښې وييل شويدي چې دجمهوريت عمارت په شفافو انتخاباتو ولاړ دے، داقتدار انتقال کښې دعوامو داعتماد بحالۍ لپاره تحريک تحفظ ائين پاکستان دنوي چيف اليکشن کمشنر تقررۍ اؤ دنوو صفا اؤ شفافو انتخاباتو دترسره کولو غوښتنه کوي. اپوزيشن اتحاد وئيلي دي چې دقومي کانفرنس لخوا دمطالبه کيږي چې فرورۍ ٢٠٢٤م کښې شوو انتخاباتو کښې ددهاندلۍ دې تحقيقات وکړے شي، په عدليې دحملو، ٢٦م اؤ ٢٧م ائيني ترميم هم غندنه کوي. په اعلاميه کښې وئيل شويدي چې  کانفرنس دجسټس طارق محمود جهانګيري، جسټس اطهر من الله، جسټس منصور علي شاه پشمول دټولو ججانو سره ديو والي اظهار کوي اؤ دپاکستان تحريک انصاف  باني عمران خان، دهغه ميرمنې، دهغه خويندو او سياسي مشرانو سره دساتل شوي سلوک سخته غندنه کوي. دقومي  کانفرنس لخوا غوښتنه شوې ده چې دپي ټي ائي باني ، دهغه دميرمنې اؤ ډاکټر ياسمين راشد پشمول دې دټولو سياسي قيديانو رهائي يقيني کړے شي، عمران خان اؤ دهغه ميرمنې سره په ملاقاتونو لګيدلې پابندي دې ختمه کړے شي. اپوزيشن اتحاد پيکا  تور قانون ګرځولے اؤ غوښټنه ئې کړې ده چې  دډان نيوز، مطيع الله، ايمان مزاري، هادي چهټا پشمول نورو سره زياتے روان دے، دميډيا مرۍ خفه کولے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي