پينډۍ،دپي ټي ائي دکارکنانو منتشر کولو لپاره بيا دواټر کينن استعمال

Dec 17, 2025 - 22:51
 0  8
پينډۍ،دپي ټي ائي  دکارکنانو منتشر کولو لپاره  بيا دواټر کينن استعمال

پينډۍ( وحدت خبر)  دپي ټي ائي  دکارکنانو منتشر کولو لپاره  بيا دواټر کينن استعمال شوے دے،   دپخواني وزيراعظم سره دهغه کورنۍ ته دملاقات اجازت ورنۀ کړے شو، دعمران خان خويندو،  دپارټۍ کارکنانو اؤ پلويانو په فيکټري ناکه دهرنا ورکړې وه اؤ دپي ټي ائي دباني سره ئې دعدالتي حکم مطابق دملاقات کولو غوښتنه کوله. داسلام اباد هائيکورټ لخوا په ٢٤م مارچ جاري شوي عدالتي حکم ترمخه عمران خان سره په هفته کښې دوه ورځې دنهې اؤ زيارت په ورځ  دملاقات اجازت ؤ، خو دپي ټي ائي موقف دے چې په دې عدالتي حکم عمل نۀ کيږي. دعدالتي حکم باوجود دتيرو څو هفتو راهسې دعمران خان خويندو عليمه خان، عظمي خان اؤ نورين خان نيازي، دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سهيل افريدي سره دعمران خان سره دماقات کوشش کړے،  دنهې اؤ چارشنبې په مينځ شپه هم دملاقات نه دانکار نه پس دعمران خان خويندو اؤ دپارټۍ  کارکنانو دهرنا ورکړې وه، وروسته دوي دواټر کينن دلارې منتشر کړے شول،  دکارکنانو خلاف دشپې دوه بجې اپريشن شروع کړے شوے اؤ يوځل بيا پرې  اوبۀ پاشل شويدي،  پوليسو دپي ټي ائي په کارکنانو لاټهي چارج هم کړے دے. ځينې دپارټۍ کارکنان نيول شوي هم دي. دمجلس وحدت مسلمين رهنما علامه راجا ناصر دشپې تر ناوخته دهرنا کښې موجود ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي