خېبرپښتونخوا کښې دسيکورټي فورسز کارروايۍ،4 ترهه ګر ووژل شول
امنيتي ځواکونو په خېبرپښتونخوا کښې کارروايۍ کړيدي اؤ څلور ترهه ګر ئې وژپليدي.
دائي ايس پي ار نه جاري شوي بيان ترمخه د١٧م او ١٨م نومبر ترمينځ انټلي جنس بيسډ اپريشنې شويدي چې پکښې دوژل شوو ترهه ګرو تعلق دبهارتي پراکسي فتنه الخوارجو سره ؤ.
بيان کښې وئيل شويدي چې دانټلي جنس په بنياد باجوړ کښې اپريشن شوے دے چې پکښې دترهه ګرو ځالې په موثره انداز کښې په نخښه کړے شويدي، دډزو تبادله کښې يو خارجي وژل شوے دے.
دائي ايس پي ار ترمخه دشمالي وزيرستان علاقو اسپين وام او ذاکر خيل کښې شوو نورو اپريشنو کښې نور دوه ترهه ګر وژل شوي اؤ يو ترهه ګر په ډيره اسماعيل خان کښې هلاک کړے شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0