بنو کښې پۀ تاڼه دترهه ګرو حمله ناکامه کړے شوه، ګڼ ترهه ګر مړۀ اؤ ژوبل
پېښور( وحدت خبر) دبنو احمدزئي تاڼه باندې دشپې په تيارۀ کښې شرپسندو عناصرو په وړو اؤ لويو وسلو سره دحملې کولو کوشش کړے دے خو په تاڼه کښې موجودو بهادرو پوليس ځوانانو دجرائت مندۍ اؤ بهادرۍ مظاهره کړې ده، فوري اؤ موثرې کارروايۍ دلارې ئې حمله ناکامه کړې ده،
دپوليسو لخوا دې لړ کښې دجاري شوي بيان ترمخه دبنو پوليس جرائت مندانه اؤ په وخت جوابي کارروايۍ سره په ګڼ شمير کښې ترهه ګر مړۀ اؤ ژوبل شويدي کوم چې ترهه ګرو دځان سره وړي دي. ډي ائي جي بنو ريجن سجاد خان اؤ ډي پي او بنو سليم عباس کلاچي دبهادر پوليس اهلکارو دجرائتاؤ همت اؤ فرض شناسۍ تعريف کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دبنو پوليس دوطن په تحفظ کښې دوړومبي صف سپاهيان دي. همدغه شان دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد دبنو پوليس ستائينه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دخېبرپښتونخوا پوليس دعوامو دتحفظ لپاره هر وخت بيدار اؤ تيار دي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0