دلنډي کوتل دتحصيل چئيرمين دفتر کښې دتورخم پولې بنديدو په اړه جرګه

Nov 10, 2025 - 21:48
 0  7
دلنډي کوتل  دتحصيل چئيرمين دفتر کښې دتورخم پولې بنديدو په اړه جرګه

لنډي کوتل( مينه وال شينواري)  دلنډي کوتل  دتحصيل چئيرمين دفتر کښې دتورخم پولې بنديدو په اړه جرګه ترسره شوې ده، په جرګه کښې دسياسي جماعتونو مشرانو، بلدياتي نمائندګانو، کسټم کلئيرنګ ايجنټانو، ټرانسپورټرانو، تاجر ورورولۍ، مزدورانو اؤ دمختلف مکاتب فکر خلقو شرکت وکړو، په جرګه کښې دتورخم بارډر بنديدو په وجه اولس اؤ تاجرانو ته دپېښو ستونزو په اړه دخيالاتو تبادله شوې ده.  په جرګه کښې  مشرانو غوښتنه کړې ده چې پاک افغان چارواکي دې  دتورخم پوله  دتجارتي سرګرميو  اؤ مسافرو دپيدل تګ راتګ لپاره پرانيزي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي