فوج په سياست کښې ښکيل کيدل نۀ غواړي، ډي جي ائي ايس پي ار
پېښور( وحدت خبر) ډائريکتر جنرل( ډي جي ) انټرسروسز پبلک ريليشن( ائي ايس پي ار) ليفټننټ جنرل احمد شريف چهدري وئيلي دي چې فوج په سياست کښې ښکيل کيدل نۀ غواړي، ډي جي ائي ايس پي ار په پېښور کښې ميډيا سره په غيررسمي خبرو کښې ووئيل چې افغانستان دې دپولې پورې غاړې ترهه ګري ختمه کړي، غزه ته دفوج ليږلو فيصله به پارليمان کوي
دۀ ووئيل چې افغان طالبانو نه به دسيکورټي خيرات نۀ غواړو، دطاقت په زور به امن قائموو،صحافيانو سره خبرو کښې دۀ ووئيل چې افغانستان دې ددهشت ګردو خلاف يا خو کارروائي وکړي اؤ يا دې هغوي مونږ ته حواله کړي، په افغانستان کښې نمائنده حکومت نشته، مونږ په افغانستان کښې دعوامي نمائنده حکومت پلوي يو. ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې افغانستان دبين الاقوامي دهشت ګردۍ مرکز دے، دۀ ووئيل چې په افغانستان کښې هرقسمه دهشت ګرد تنظيمونه موجود دي اؤ افغانستان دهشت ګردي پيدا کوي اؤ په ګاونډي ملکونو کښې ئې خوروي. دپاک افغان مذاکراتو په حواله ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې دافغانستان لخوا دايښودل شوو شرطونو هيڅ اهميشت نشته، اصل مقصد ددهشت ګردۍ خاتمه ده. دۀ ووئيل چې دپاکستان دسلامتۍ ضامن پاک فوج دے، افغانستان نۀ اؤ دا ئې هم واضحه کړه چې اسلام اباد کله هم دطالبانو په راتګ جشن نۀ دے لمانځلے، دۀ ووئيل چې دټي ټي پي اؤ بي ايل اے پشان تنظيمونو خلاف کارروايۍ روانې دي. دۀ ووئيل چې په افغانستان ډرون حملې دپاکستان نه نۀ کيږي. دترهه ګرۍ دمخنيوي اپريشن په دوران ترهه ګر افغانستان ته تښتيدلي، هغوي مونږ ته وسپارئ، مونږ به ئې په ضد دقانون اؤ ائين له مخې کارروائي کوو. دجرائم پېشه عناصرو اؤ دهشت ګرد تنظيمونو ترمينځ ساز باز شته. خېبرپښتونخوا کښې ١٢ زره ايکړه زمکه باندې پوست کرل شوے دے، په في ايکړ پوست منافع داتلسو نه ٣٢ لکه روپۍ ښودل کيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0