دوزيراعلى سهيل افريدي دائين دسرلوړۍ اؤ قانون دحکمرانۍ عزم

Oct 29, 2025 - 21:48
 0  2
دوزيراعلى سهيل افريدي دائين دسرلوړۍ اؤ قانون دحکمرانۍ عزم

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  دائين بالادستۍ اؤ قانون  دحکمرانۍ  لپاره خپل پوخ عزم څرګند کړے دے او وئيلي ئې دي چې  سياسي اختلافات کله هم په ائيني نظام اؤ دعدليې دازادۍ په تقدس غالب راتلل نۀ دي پکار. دشورو په ورځ پېښورهائيکورټ کښې  بار ايسوي ايشنز  باندې دګرانټ تقسيمولو دستورې ته دخصوصي ميلمه په توګه دۀ خطاب کولو، دستوره کښې  دپېښور هائيکورټ بار ايسوسي ايشن  ته پينځه کروړه روپۍ اؤ پېښور بار ايسوسي ايشن ته يو کروړ روپو چيک ورکړے شو، خېبرپښتونخوا بار کونسل ممبر ايډوکيټ علي زمان په درخواست وزيراعلى دپېښور بار ايسوسي ايشن لپاره  دنورو دوه کروړو روپو ورکولو اعلان هم کړے دے، همدغه شان نوښار، مهمند اؤ دچارسدې ضلعي بار ايسوسي ايشنز ته دپنځوس، پنځوس لکو روپو اؤ پبو، شبقدر، اؤ تنګي تحصيل بار ايسوسي ايشنز ته د٢٥،٢٥ لکو روپو چيکونه ورکړے شويدي، وزيراعلى پخپله وينا کښې ووئيل چې  سياست، انتخابات اؤ نظريات دجمهوري ژوند برخه دي، خو نن دلته دراتګ مقصد مې سياست نۀ بلکې  دائين اؤ قانون دبالادستۍ ددفاع لپاره غږ پورته کول دي چې دا وخت په منظمه توګه کمزوري کولې شي، د٢٦م ائيني ترميم حوالې ورکولو په وخت وزيراعلى ووئيل چې عدليه غيرموثره کړے شوې ده اؤ دعدالتي وقار اؤ سينيارټي روايتونه مجروح کولے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي