نوښار کښې دډينګي دلاسه بل مريض ساه ورکړه
نوښار( سيد نديم مشواني) دنوښار قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس کښې دډينګي مريض دمبېنه غفلت دلاسه په مړينه دهغه وارثانو سخت احتجاج کړے دے اؤ په وخت دعلاج نۀ کولو الزام ئې پورې کړے دے، انتظاميې دواقعې تحقيقات شروع کړيدي، په نوښآر کښې دډينګي دلاسه دمړو شوو مريضانو شمير اوو ته رسيدلے دےو دډينګي مريض محمد اصف يوسفزئي داکوړه خټک عيدګاه اوسيدونکے دتبې په شکايت قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس ته راوړل شوے ؤ. دهغه دوارثادنو ترمخه قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس نوښار عمله سفارشي اؤ نااهله ده چې په وجه ئې مريض ته په وخت طبي امداد نۀ دے ترلاسه شوے. دمريض وارثانو دايمرجنسي اؤ هسپتال پوليس رپورټنګ روم مخې ته سخت احتجاج کړے دےو دپوليس نفري هم موقعې ته رسيدلې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0