په کوهاټ کې د افغان کډوالو بېرته ستنېدو په اړه خپلمنځۍ غونډه شوې
کوهاټ ( نعمت الله خان)
په کوهاټ کې مېشت د کډوالو مشرانو لخوا تايبا شوې خپلمنځۍ غونډې ته مشرانو په خپلو ويناوو کې وويل، دوی له څلور لسيزو ډېر وخت په پاکستان هېواد کې تېر کړ او د کوربه هېواد منندوی دي.
دوی وايي، د پاکستان حکومت هره پرېکړه ورته د منلو ده خو بايد د بېرته تګ لپاره يو داسې منظم پلان او د تګلاره جوړه شي چې افغان کډوال په ښه درناوي او اسانتيا سره وکولای شي لاړ شي.
د دغو مشرانو په وينا د کوهاټ ضلعي چارواکو څخه ورته په بيا۔بيا ويل کېږي، بېرته خپل هېواد ته د ستانه شي ګنې بيا به يې پر وړاندې حکومت خپل اقدم کوي.
يادې غونډې ته د کډوالو يو مشر ملک اول خان مياخېل وينا وه، افغان کډوال په پاکستان هېواد کې لوی کاروبار او شتمنۍ لري، له کوربه ټولنې سره يې وادونه کړي دوی خپلمنځۍ رشتې لرلو سره يې اولادنه په ښونځيو او پوهنتونو کې پر زدکړو بوخت دي بايد چې حکومت يوه داسې پاليسي جوړه کړي او کډوالو ته پکې وخت ورکړي چې دوی د کلونو ژوند چارې راغونډې کړي.
په کوهاټ کې د ضلعي چارواکو بيا وايي، دوی تلونکي افغان کډوالو سره هړ ډول ممکنه مرسته کوي، افغان کډوال دې حکومت امر ته درناوی وکړي او ژر د خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
پاکستان حکومت په هېواد کې ټول افغان کډوال ناقانونه ګرځولي او د هغوی کډوالۍ کارتونه يې لغوه اعلان کړي.
حکومت پاکستان په هېواد د ناامنۍ مخنيوي لپاره په دغه هېواد کې مېشت ټول ناقانونه بهرنيانو د اېسلتو درېيم پړاو پيل کړی چې په ترڅ کې يې هره ورځ په ګڼ شمېر کې افغان کډوال د حکومتي امر له مخې يا د پوليسو لخوا ممکنه عملياتو له کبله خپلې کډې له چمن او تورخم له لارې خپل هېواد وړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0