پېښور کښې دوسله والو حمله،پوليس اهلکار شهيد

Sep 12, 2025 - 22:31
 0  2
پېښور کښې دوسله والو حمله،پوليس اهلکار شهيد

تيره شپه دمتهرا تانې حدودو چارپريزه خپه کلي سره نزدې زمکو کښې نامعلومو شرپسندو  حمله کړې چې پکښې پوليس اهلکار محمد عاطف شهيد شوے دے، دهغه دجنازې لمونځ  ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې ادا کړے شوے دے.   دپوليسو چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي پيش کړې ده، جنازه کښې   اعلي پوليس چارواکو ګډون کړے دے، جنازه کښې دسي سي پي او پېښور ډاکټر ميا سعيد احمد، ايس ايس پي اپريشنز مسعود احمد، دپاک ارمي چارواکو، ايس ايس پي کوارډي نيشن خالد خان، ايس پي هيډکوارټر علي ګوهر، ډويژنل ايس پيز، ايس ډي پي او، پوليس افسرانو، اهلکارو اؤ دشهيد رشته دارو په ګڼ شمير کښې ګډون کړےدے. سي سي پي او پېښورميا سعيد احمد په پېښه غمرازي کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دشهيد محمد عاطف وينه به هرګز نۀ ضائع کيږي، پېښه کښې ککړ کسان په خپل انجام ته رسولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي