کرپشن، دټيکس غلا، دحقيقي امدن پټولو کلچر او پيچيده قوانين دکم ټيکس وصولۍ لوئې وجوهات دي، ائي ايم ايف
اسلام اباد( وحدت خبر) عالمي مالياتي ادارې( ائي ايم ايف) پاکستان نه دبجټ تيارۍ کښې دډيټا سم استعمال، ټيکس نيټ غزولو اؤ ضمني ګرانټس داډټ پشمول نورې غوښتنې کړيدي. دپاکستان په دوره راغلي دائي ايم ايف تکنيکي وفد دحکومت سره په مذاکراتو کښې دبجټ تيارۍ کښې دډيټا په سم استعمال زور راوړے دے، ائي ايم ايف به په بجټ سازۍ تکنيکي رپورټ په جنورۍ کښې جاري کوي، دائي ايم ايف جاري کړے شوي رپورټ کښې مخې ته راغلو تفصيلاتو کښې ائي ايم ايف پاکستان کښې دټيکس غلا په وجه قومي خزانې ته په لويه پيمانه دنقصان رسيدو نشاندهي کړې ده. درپورټ ترمخه کرپشن، دټيکس غلا، دحقيقي امدن پټولو کلچر او پيچيده قوانين دکم ټيکس وصولۍ لوئې وجوهات دي. ائي ايم ايف درجسټرډ ټيکس دهندګانو دشمير کم از کم يو نيم کروړه کولو غوښتنه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0