ملاکنډ کښې دڅلورو ورځو په دوران 9 ترهه ګر وژل شويدي، ائي ايس پي ار
سيکورټي فورسز د جولائي 16 نه تر 20 جولائي د پوليس، ليويز، سي ټي ډي او ضلعي انتظاميې سره په شريکه په ملاکنډ كښې په انټلي جنس معلوماتو عمليات ترسره کړي، چې په پكښې ئې 9 خوارج وژلي او 8 ئې نيولي دي
۔ د اتوار په ورځ د اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دا عمليات د بهارتي ايجنټ تنظيم “فتنۃ الخوارج” سره تعلق لرونكو خوارجو دموجودګۍ په اطلاع ترسره شويدي
دائي ايس پي ار ترمخه د څلورو ورځو په دغو عملياتو کښې پوځ په مهارت سره د خوارجو پټن ځايونه په ګيره كښې واخستل او په موثره ډول ئې په نخښه كړل
د خوارجو دوه پټن ځايونه هم تباه كړے شوي او هغوي نه لوئې مقدار كښې وسله ، ګوله بارود او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0