دخېبرپښتونخوا په مخصوصو چوکو منتخبو داسمبلۍ غړو حلف واخستو
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ زنانه اؤ غيرمسلمو په مخصوصو نشستونو منتخبو داسمبلۍ ٢٥و غړو دخپلو عهدو حلف اخستے دے،
دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مخصوصو نشستونو داسمبلۍ منتخبو غړو نه حلف اخستے دے، دخېبرپښتونخوا ګورنر دپېښورهائيکورټ دچيف جسټس لخوا په نامزد کړے شوې حکمنامه په مخصوصو نشستونو دصوبائي اسمبلۍ دمنتخبو غړو نه حلف اخستے دے.
دخېبرپښتونخوا ګورنر په مخصوصو نشستونو حلف اخستونکو زنانه ؤ اؤ اقليتي غړو ته مبارکي وئيلې ده. ګورنر په اهمې نامزدګۍ دپېښورهائيکورټ دچيف جسټس شکريه ادا کړې ده. دحلف بردارۍ په دستوره کښې دسيفران وفاقي وزير انجنئير اميرمقام، دجمعيت علمائے اسلام صوبائي جنرل سيکرټري مولانا عطاء الحق درويش، محمد صديق الرحمان پراچه، مولانا شمس الدين افريدي، ډاکټر عظمت علي مهمند، دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر ډاکټر عبادالله پشمول داپوزيشن ګوندونو داسمبلۍ غړو شرکت کړے دے. دپاکستان پيپلز پارټۍ پارليماني ليډر احمد کريم کنډي، دعوامي نيشنل پارټۍ پارليماني ليډر ارباب عثمان خان، دپيپلز پارټۍ صوبائي صدر محمد علي شاه باچا، دپاکستان مسلم ليګ(ن) مرتضي جاويد عباسي، د بې نظير انکم سپورټ پروګرم چئيرپرسن روبينه خالد اؤ نورو په دې دستوره کښې ګډون کړے دے.
په حلف اخستونکو کښې دجمعيت علمائے اسلام(ف) دزنانه ؤ په نشستونو منتخب داسمبلۍ غړو ستاره افرين، ايمن جليل جان، مدينه ګل افريدي، رابعه شاهين، نيلوفر بيګم، ناهيده نور اؤ عارفه بي بي، دپاکستان مسلم ليګ(ن) امنه سردار، فائزه ملک، افشان حسين، شازيه جدون، جميله پراچه، فرح خان، سيده سونيا حسين، دپاکستان پيپلز پارټۍ شازيه طهماش خان، مهرسلطانه، اشبرجان جدون او فرزانه شيرين، دعوامي نيشنل پارټۍ خديجه بي بي اؤ شاهده وحيد، دپاکستان تحريک انصاف پارليمنټيريشن ناديه شير، دغيرمسلمو په مخصوصو نشستونو داسمبلۍ منتخبو غړو کښې دجمعيت علمائے اسلام(ف) عسکر پرويز اؤ ګورپال سنګهـو دپاکستان مسلم ليګ(ن) سوريش کمار اؤ دپاکستان پيپلز پارټۍ بياري لال شامل وو.
دحلف بردارۍ په دستوره کښې داليکشن کميشن نمائنده، دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ سټاف اؤ نور متعلقه سرکاري چارواکي هم موجود وو.
دا حلف دپاکستان دائين دارټيکل ٦٥م اؤ ارټيکل 255(2) لاندې اؤ دخېبرپښتونخوا پروسيجر اينډ کنډکټ اف بزنس رولز ١٩٩٨ درول ٦م اخستل شوے دے.
ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې هغه دپېښورهائيکورټ په احکاماتو عمل درامد کولو سره دمنتخبو مخصوصو اسمبلۍ دغړو نه په ګورنر هاؤس کښې دحلف بردارۍ ذمه واري ادا کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0