د١٨و کلونو نه دکم عمر په وادۀ دبنديز بل مسترد

May 28, 2025 - 15:44
 0  3
د١٨و کلونو نه دکم عمر په وادۀ دبنديز بل مسترد
islamic council of ideology,social media

  اسلامي نظرياتي کونسل داتلسو کلونو نه دکم عمر دمانعت دقومي اسمبلۍ اؤ سينيټ نه منظور کړے شوے بل مسترد کړے دے.

 درپورټ ترمخه  په اهمو  معاملو داسلامي نظرياتي کونسل  غونډه رابلل شوې وه چې چئيرمين ډاکټر راغب  حسين نعيمي ئې  صدارت کړے دے. په اجلاس کښې  دکم عمرۍ دوادۀ په اهمه سماجي مامله غور شوے دے، قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ  په دې حواله قانوني مسوده منرور کړې ده

 په اجلاس کښې  اسلامي نظرياتي کونسل داتلسو کلونو نه  دکم عمر دوادۀ ممانعت دقومي اسمبلۍ اؤ  سينيټ نه منظور کړے شوے بل په متفقه توګه مسترد کړے دے.

دتهيلسيميا لپاره  لازمي اسکريننګ بل ٢٠٢٥م، دنيب لخوا مختلف پراجيکټس، اسيکمونو شرعي حېثيت په اړه پوښتنې  داجلاس دايجنډې برخه وه.

 ددې نه علاوه  دخلعې په صورت کښې دمهر په حواله دلاهورهائيکورټ فيصله، دماشومانو دوادۀ امتناع بل اسلام اباد ٢٠٢٥م،  دخېبرپښتونخوا حکومت لخوا ليږل شوے چائيلډ ميرج ريسټرينټ ايکټ اؤ مسلم عائيلي قوانين ترميمي بل ٢٠٢٥م جائزه اخستل هم دايجنډې برخه وه.

په اجلاس کښې وئيل شويدي چې دخلع په اړه دلاهورهائيکورټ په فيصله دميډيا رپورټنګ غيرذمه وارانه و، اسلامي نظرياتي کونسل په عدالتي فيصلو په محتاط انداز کښې په رپورټنګ کولو زور راوړے دے.

 داعلاميې ترمخه دجهيز په حواله په جينکو دباؤ اؤ مطالبې غير اسلامي دي.

 اسلامي نظرياتي کونسل وئيلي دي چې دوادۀ نه پس زنانه ته  دخاوند يا دوالدينو دعلاقې ډوميسائيل ساتلو اختيار پکار دے.

دخېبرپښتونخوا حکومت  دماشومانو په ودونو دبنديز ايکټ ٢٠٢٥م شريعت سره متصادم دے. داعلاميې ترمخه اسلامي نظرياتي کونسل دشرميلا فاروقي بل هم غير اسلامي ګرځولے دے اؤ وئيل شويدي چې دوادۀ لپاره دعمر حد ټاکل دشرعي اصولو خلاف دي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي