دترهه ګرو خلاف داپريشن په تناظر کښې باجوړ کښې کرفيو نافذ

Aug 11, 2025 - 22:47
 0  1
دترهه ګرو خلاف داپريشن په تناظر کښې باجوړ کښې کرفيو نافذ

)  په باجوړ کښې دتيرې ورځې يوولسو بجو  دشپې يوولسو بجو پورې کرفيو نافذ کړے شوې، دباجوړ تحصيل لوئې ماموند په ٢٧ؤ علاقو کښې  دتيرې ورځې نه دريوو ورځو لپاره  دمکملې کرفيو اعلان شوے دے. دچارواکو وينا ده چې دباجوړ په ټولو مرکزي شاهراه ګانو دسحر يوولسو بجو نه دشپې يوولسو بجو پورې کرفيو نافذ کړے شوې ده، دټارګټډ اپريشن په نظر کښې نيولو سره دباجوړ تحصيل لوئې ماموند تقريباً ٢٧ؤ علاقو کښې  دتيرې ورځې نه دريوو ورځو لپاره دمکملې کرفيو دنافذ کولو اعلان شوے دے. دتحصيل لوئې مامومند نه په ګڼ شمير کښې دخلقو دکډو کولو لړۍ جاري ده، ضلعي انتظاميې دمتاثرينو لپاره ١٠٧ سرکاري سکولونه اؤ کالجونه خالي کړيدي.

دذريعو وينا ده چې په باجوړ کښې  دترهه ګرو هلې ځلې  مسلسل سيوا کيږي، دميډيا رپورټ ترمخه  دمقامي امن جرګې اؤ ترهه ګرو ترمينځ دمذاکراتو دناکامۍ نه پس  حکومت ددهشت ګردو خلاف  دټارګټډ اپريشن فيصله کړې ده

په عين حال کښې دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف واضحه کړې ده چې  په خېبرپښتونخوا کښې دکرفيو خبرونه  بې بنياده اؤ افواه ګانې دي، کرفيو صرف باجوړ اؤ دميرانشاه  مخصوصو علاقو پورې محدوده ده. دۀ ووئيل چې دکرفيو خبرونه سياسي پروپيګنډه ده، دعوامو دګمراه کولو کوشش روان دے. دۀ وئيلي دي چې افواه سازه مافيا دصوبې دامن اؤ ترقۍ سفر خرابول غواړي، دحکومت توجو دعوامو په خدمت ده اؤ دمخالفينو توجو دروغو خورولو ته ده. بيرسټر سيف  وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا کښې نقل وحرکت مکمل ازاد دے، تجارتي سرګرمۍ دمعمول له مخې روانې دي، عوام دې په افواه ګانو غوږ نۀ ګروي اؤ صرف په سرکاري معلوماتو دې اعتماد وکړي. په سوشل ميډيا به ددروغو خورونکو خلاف کارروائي کيږي عوام باشعوره دي، پروپيګنډه به ناکاميږي.

بلخوا دډان ورځپاڼې درپورټ ترمخه  دمقامي استوګنو اؤ غيرسرکاري تنظيمونو( اين جي اوز) رضاکارانو وئيلي دي چې  دلوئې ماموند علاقو ترخو، ايربو ګټ، اګره، خورچائي، دوګۍ، کالان، لغړۍ، کټکوټ، ګيلۍ، نختاور، زرئي، دمبرئي، امانتو اؤ زګۍ نه دخلقو لخوا کډو کولو عمل دخالي په  ورځ شروع شوے ؤ چې دا عمل هاغه وخت شروع شو چې دجمعې په ورځ  دمقامي شدت خوښو اؤ باجوړ امن جرګې ترمينځ دشدت خوښو واپس افغانستان ته دليږلو په حواله  حتمي اجلاس کښې خبرې ناکامه شوې.

خو دباجوړ دمقامي خلقو ترمخه دخالي په شپه دباجوړ امن جرګې غړو لخوا خلقو ته  محفوظو ځايونو ته دمنتقل کيدو دهدايت نه وروسته داتوار په ورځ  ددې علاقو نه مختلفو مقاماتو، زياتره دضلعې دننه، دخلقو کډو کولو کښې ډاګيزه اضافه راغله. دالخدمت فاؤنډيشن سينئر رضا کار ثناء الله وئيلي دي چې  دمامومند تحصيل شپاړسو علاقو يوځائے کوونکي سړکونه اؤ لارې شپه اؤ ورځ دګاډو نه ډکې وې چې  خلق اؤ دهغوي سامان ئې محفوظو مقاماتو ته وړلو. زياتره خلق  شکايت لري چې حکومت ورته ټرانسپورټ نۀ دے ورکړے اؤ نۀ ئې ورته هم استوګنه  ورکړې ده. دوي وئيلي دي  توقعو ئې لرله چې صوبائي حکومت اؤ ضلعي انتظاميه به راته په دې مشکل وخت کښې مفت ټرانسپورټ راکړي، خو حکومت داسې کولو کښې ناکامه راغلے دے.

ديو بل رپورټ ترمخه  داپريشن په وجه تراوسه نهه زره کسانو علاقه پريښې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي