نوښار، په ډزو دلنډي کوتل قبائيلي مشر پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې په ډزو دلنډي کوتل قبائيلي مشر پحق رسيدلے دے، دپوليسو ترمخه په چراټ سيمنټ فيکټرۍ روډ دنهر په پل وسله والو ډزې کړيدي چې له امله ئې دقبائيلي سيمې لنډي کوتل مشر سبيل جان افريدے په موقعه پحق رسيدلے دےو دپوليسو ترمخه اووۀ اتۀ کاله وړاندې سبيل جان افريدي اؤ دهغه خاندان په دشمنۍ کښې داتوو کسانو دوژل کيدو وروسته کلے پريښے اؤ جلوزئي ميرې ته منتقل شوے ؤ. دهغه مړے پوسټ مارټم لپاره ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته منتقل کړے شوے دے، وروسته ددرې ملزمانو خلاف جلوزئي تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0