پاکستان او افغانستان دې سياستونو کښې بنسټيز تغير راولي، فتانه اسحاق ګيلاني

Oct 22, 2025 - 21:36
 0  3
پاکستان او افغانستان دې سياستونو کښې بنسټيز تغير راولي، فتانه اسحاق ګيلاني

  کابل ( وحدت خبريال)

فعالې افغان ميرمن او د ميرمنو د سازمان مشرې فتانه اسحق ګيلاني ويلي پاکستان او افغانستان دې سياستونو کښې بنسټيز تغير راولي . له پرديو نه دستور او مشوره اخيستل ښه نتيجه نلري . د منطقوي امن او پرمختګ لپاره د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو او متقابل احترام ضرورت دے . فتانه اسحق ګيلاني وحدت سره خبرو کښې د افغانستان او پاکستان ترمينځ د سرحدونو په بنديدو ، وروستيو بريدونو او په پاکستان کښې د افغانانو په بد وضعيت سخته خواشيني وښوده او ويويل د سرحدونو په بنديدو اولسي خلقو ته زيات تاوانونه اوړي . دلته ډير ناروغان دي چې هغوي بايد اسلام اباد او پيښور کښې هسپتالونو ته لاړ شي ، خپل علاج وکړي .  دغه راز د سرحدونو په بنديدو تجارانو ته زيانونه اوړي ، د تجارانو سبزي او ميوې خرابيږي ، د موټرو کرايې او د مزدورانو مصارف پرې راځي . نو مونږ د پاکستان له واکمن حکومت جدي هيله کوو چې تړلي سرحدونه او تجارتي لارې پرانيزي . دغه راز په پاکستان کښې د ميشتو افغانانو سره د پوليسو او نورو ادارو وضعيت ښه شي . هغې وويل کوم افغانان چې پاکستان کښې مهاجر دي ، هغوي خپل کاروبار کوي او غواړي چې اولادونه يې مکتبونه ووايي . دلته نه کاروبار شته دي او نه د ښوونځيو دروازې خلاصي دي . فتانه اسحق ګيلاني وويل په پاکستان کښې چې کومې سياسي لوبې چې جريان لري ، په هغې کښې افغانان ملوث نه دي . افغانان ډير قدردان او خواخوږي خلک دي ، احسان فراموش نه مخکې وو او نه اوس دي ، بلکې د نورو احسان ته په دروند نظر ګوري او منندوي يې دي . هغې وويل مونږ په بار ، بار د پاکستان مشرانو ته ويلي چې تاسو په افغان ولس پانګونه وکړي ، نه په يو ګروپ او ډلو ، په ګروپ او ډلو سرمايه ګزاري ښه پايله نلري . هغې وويل ما د خپل ولس د خير او سلامتيا لپاره اوږده مبارزه کړې ، په جنګ کښې لاس نه لرو او تل مو له جنګ نفرت کړې دي . جنګ تباهي ده ، جنګ د انسانانو وژل لري ، جنګ کلي او ښارونه بربادوي . د افغان ميرمنو سازمان مشرې دا هم وويل هيڅوک نه شي کولي چې افغانستان ددې منطقې وباسي او بل چرته يې يوسي ، نه دا څوک کولي شي چې پاکستان يو بل ځاي ته انتقال کړي . مونږ بيا هم د دواړو هيوادونو له مشرانو ، سياسي شخصيتونو او بادرده خلکو غواړو چې متحد شئ او سيمه د جنګ له لمبو ، ورانيو او وژنو وساتئ .

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي