دخېبرپښتونخوا حکومت دډاکټر ورده قتل کيس کښې دجے ائي ټي جوړولو فيصله

Dec 9, 2025 - 21:48
 0  4
دخېبرپښتونخوا حکومت دډاکټر ورده قتل کيس کښې دجے ائي ټي جوړولو فيصله

ايبټ اباد( وحدت خبر)  په ايبت اباد کښې داغوا کيدو وروسته په بې رحمانه طريقې سره دقتل شوې ډاکټر ورده پوسټ مارټم رپورټ مخې ته راغلے دے، درپورټ ترمخه د ډاکټر ورده مرګ دمرۍ دهډوکي ماتيدو اؤ ساه خفه کيدو په وجه شوے دے، خېبرپښتونخوا حکومت ددې کيس په حواله دجوائنټ انويسټي ګيشن ټيم جوړولو منظوري ورکړې ده. په رپورټ کښې انکشاف شوے دے چې  دډاکټر ورده  دقتل پېښه دپوسټ مارټم نه خواؤشا دوه اويا ګينټې وړاندې شوې ده، دپوسټ مارټم مکمل رپورټ فرانزک لپاره ليږل شوے دے چې دغه شان دنورو طبي اؤ قانوني  اړخونو جائزه واخستل شي. دخېبرپښتونخوا دصحت وزير  دمقتولې  دکورنۍ سره تعزيت نه پس ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل  چې  په پېښه کښې ککړ ټول ملزمان به خپل انجام ته رسولے شي. دۀ ووئيل چې وزيراعلى  دکيس تحقيقاتو لپاره جوائنټ انويسټي ګيشن ټيم جوړولو منظوري ورکړې ده، دۀ وئيلي په دې کيس کښې کۀ چرې کوم پوليس اهلکار يا افسر ککړ وختو نو په ضد به ئې کارروائي کيږي. دچارواکو ترمخه دوزيراعلى دمنظورۍ نه پس چيف سيکرټري ته باضابطه مراسله ليږل شوې ده، په مراسله کښې دکيس حساسيت اؤ عوامي غم اؤ غصې  بنياد جوړولو سره دجے ائي ټي تشکيل کولو سفارش شوے دے.

دپېښې خلاف بې نظير شهيد هسپتال دډاکټرانو احتجاج

 بلخوا په ايبټ اباد کښې ديوې زنانه ډاکټر دقتل دپېښې نه پس بې نظير شهيد هسپتال ډاکټرانو اؤ عملې احتجاجاً په هسپتال کښې ټول خدمات معطل کړيدي، ډاکټران اؤ پيراميډيکس هسپتال کښې داحتجاج نه پس سړکونو ته وتلي دي اؤ په فواره چوک کښې ئې احتجاج کړے، دوي سړک دټريفک لپاره بند کړے دے. مظاهرينو دپوليسو خلاف نعره بآزي کړې اؤ دليډي ډاکټر قتل ئې دپوليسو نااهله ګرځولې ده.دينګ ډاکټرز ايسوسي ايشن وبائي صدر ډاکټر اسفنديار ووئيل دايبټ اباد پېښه دصوبائي حکومت ناکامي ده،دڅلورو ورځو راهسې دبې درکه ډاکټرې بازيابۍ لپاره هيڅ نۀ دي شوي.

  دمقتولې ډاکټر ورده مشتاق جنازه ادا

  په ايبټ اباد کښې دمقتولې ليډي ډاکټرې ورده مشتاق دجنازې لمونځ په رحمت اباد کښې ادا کؤے شوے دے، دجنازې په لمونځ کښې دډاکټر ورده رشته دارو، ډاکټرانو اؤ دسول سوسائټۍ کسانو شرکت کړے دے، وروسته هغه درحمت اباد قبرستان کښې خاورو ته سپارل شوې ده.

 ايبټ اباد، ډاکټر ورده دامانت په واپس غوښتو قتل کړے شوې

  دايبټ اباد ډي پي اون ترمخه ډاکټر ورده دملزمې ردا سره  د٢٠٢٣راهسې اووۀ شپيتۀ تولې سرۀ زر ايښودي وو، دپوليسو ترمخه د ډاکټر ورده دلا پته کيدو نه پس  پوليسو دردا پشمول درې کسان ګرفتار کي وو، دمقتلوې ملګرې هغه دسرو زرو واپس کولو لپاره دځان سره بوتللې وه،دپوليسو ترمخه ملزمې ردا ډاکټره ورده  دځان سره زيرتعمير کور ته بوتللې وه چرته چې  ئې  هغه  ملزمانو اورنګزيب اؤ نديم ته سپارلې وه ا هغوي ډاکټر ورده لړي بنوټا علاقې ته بوتللې وه اؤ هغه ئې قتل کړې وه. پوليسو دملزم نديم اؤ ردا په نشاندهۍ دمقتولې لاش برامد کړے اؤ ډي ايچ کيو هسپتال ته ئې منتقل کړے ؤ.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي