دايران اؤ اسرائيلو جنګ بندي، ټرمپ دجنګ بندۍ په خلاف ورزۍ دنيتن ياهو نه خفه
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې ايران اؤ اسرائيل دواړو دهغه لخوا داعلان کړے شوې جنګ بندۍ خلاف ورزي کړې ده اؤ هغه ددواړو ملکونو نه خفه دے، په ځانګړې توګه داسرائيلو نه زيات خفه دے.
درائټرز خبري ادارې ترمخه نيټو غونډې لپاره دروانيدو نه وړاندې صحافيانو سره خبرو کښې صدر ټرمپ ووئيل اسرائيلو په جنګ بندۍ درضامندۍ څرګندولو نه فوراً پس حملې شروع کړيدي
ټرمپ ددواړو ملکونو په رويه دمايوسۍ اظهار کړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دهغه دمينځګړتوب باوجود هم کوم فريق دجګ بندۍ مکمله پاسداري نۀ ده کړې اؤ دا دسيمې دامن لپاره يوه تشويشناکه اشاره ده.
امريکائي صدر اسرائيلو ته په ايران ددوباره حملې په اړه خبردارے ورکړے اؤ ورته ئې سخت پيغام جاري کړے دے.
تيره شپه په غيرمتوقعې اؤ ډرامائي پرمختګ کښې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې وه چې دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ مکمله اؤ حتمي جنګ بندۍ باندې اتفاق شوے دکوم لاندې چې به ائنده شپږو ګينټو کښې دواړه ملکونه خپلې عسکري کارروايۍ ودروي.
ټرمپ دا اعلان پخپل سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتهـ سوشل کړے دے، چرته چې هغه اعلان کړے چې نړۍ مبارک شه، ايران اؤ اسرايلو په جنګ بندۍ اتفاق وکړو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0