اسرائيل چې قبضه ختمه کړي نو وسله به وغورزوو، حماس

Dec 7, 2025 - 16:22
 0  0
اسرائيل چې قبضه ختمه کړي نو وسله به وغورزوو، حماس

 دفلسطين مزاحمتي تنظيم حماس وئيلي دي چې  اسرائيل کۀ قبضه ختمه کړي نو هغوي خپلې وسلې فلسطيني اتهارټۍ ته سپارلو لپاره تيار دي. دترک ميډيا ترمخه دحماس مشر خليل الحيه وئيلي دي چې زمونږ وسلې په جارحيت پسې تړلي دي، کۀ چرې اسرائيل قبضه ختموي نو دا وسلې  به رياست ته حواله کړے شي. دۀ وئيلي دي چې  مونږ دمتحده قامونو دفوجونو تعيناتي قبلوو، چې بايد ديو بيل فورس په توګه دسرحدونو نګراني وکړي اؤ په غزه کښې دجنګ بندۍ څارنه يقيني کړي دۀ وئيلي دي چې  مونږ په غزه کښې دداسې بين الاقوامي فورس تعيناتي ردوو چې مقصد ئې زمونږ بې وسلې کول وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي