دګيدړ دسلو کلونو اقتدار نه دشير ديوې ورځې اقتدار بهتر دے، سهيل افريدے

Oct 20, 2025 - 22:30
 0  2
دګيدړ دسلو کلونو اقتدار نه دشير ديوې ورځې اقتدار بهتر دے، سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا  وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې     دګيدړ دسلو کلونو اقتدار نه دشير ديوې ورځې اقتدار بهتر دے، وزيراعلى وئيلي دي چې  کۀ دعمران خان سره ملاقات کولو ته پرې نۀ ښودل شوم نو دائنده دلائحه عمل اعلان به کووم، دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې دوينا  په وخت  سهيل افريدي ووئيل چې  دپنجاب حکومت خېبرپښتونخوا ته دغنمو ورکړه  ايسار کړې ده،دوفاق په ذمه دصوبې ٥٠٠ اربه روپۍ پاتې دي. دۀ ووئيل چې  ددې صوبې اؤ عوامو دخواهشاتو له مخې به وخت تيرووم، دخپلې صوبې دعوامو سر به ټيټيدو ته پرې نۀ ږدو، دۀ ووئيل زما ليډر ددې سيسټم پلار دے، دوزيراعظم لخوا چې کومه ايجنډا راغلې وه هغه دامن وامان په حواله نۀ وه، مزمل اسلم ته  دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کووم، هغه د صوبې مقدمه  جنګولې ده. دۀ ووئيل چې  دافغان مهاجرينو په مسئله  مو موقف واضحه دے، زما قائد دمهاجرينو په حواله پاليسي ورکړې وه چې دڅلويښتو يا پينځه څلويښتونو کلونو راهسې اوسيږي، دوي په باعزته طريقې سره واپس ليږل پکار دي، دافغان مهاجرينو واپسي قومي پاليسي ده، په دې به عمل کوو. دۀ ووئيل چې  مونږ چې وفاقي حکومت ته کوم تجويزونه ورکړي هغه تسليم کړے شويدي، شپه په شپه دافغان مهاجرينو دکيمپونو ختمولو اعلاميه جاري کړے شوې، وزيراعظم داخله وزارت ته دصوبائي حکومت سره دکښيناستلو وينا کړې ده، دباني چئيرمين سره دملاقات نه پس به داخله وزارت سره کښينو، دصوبې دحقونو لپاره اپوزيشن ته زمونږ ملګرتيا کول پکار دي. دۀ ووييل چې  پخواين اؤ ايکسپائر ګاډي مونږ ته راکړې شويدي، دا ګاډي  به مونږ واپس کوو، په دوحه اؤ استنبول کښې مذاکرات خوش ائند دي،  دمذاکراتو په حواله مونږ تحفظات لرو، تحريک انصاف ته دخېبرپښتونخوا عوامو ته دکارکردګۍ په بنياد ووټ ورکړے دے، په صوبه کښې دامن وامان صورتحال په بندو کوټو کښې دفيصلو په وجه دے، مونږ به دبندو کوټو فيصلې نۀ منو. دۀ ووئيل قبائيلي ضلعو لپاره مو ميډيکل کالج اؤ ديونيورستۍ اعلان کړے دے هدايات مو جاري کړي، په صوبه کښې به کوم ددروغو  ايف ائي ار نۀ درج کيږي، دتهري ايم پي او لاندې کوم سياسي ورکر نۀ شي ګرفتاريدے، په کوم طالب علم به مقدمه نۀ درج کيږي، په صوبه کښې دزنانه ؤ پوليس سټيشنې جوړولے شي، کرپشن لپاره به زيرو ټالرنس وي، تبادلو لپاره به شفاف پاليسي جوړولې شي، داحساس پروګرام لاندې به پروګرام شروع کوو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي