دګلبهادر ډلې خلاف کارروائيو کښې د٦٠ؤ نه ٧٠ؤ پورې خارجيان هلاک
داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې دګلبهادر ډلې خلاف دتيرې شپې کارروائيو کښې د٦٠ؤ نه ٧٠ؤ پورې خارجيان هلاک کړے شويدي، په ايکس خپل يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې پاکستان دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان سرحدي علاقو کښې کارروايۍ کړيدي. دۀ وييلي دي چې دتيرو اتۀ څلويښتو ګينټو دجنګ بندۍ په دوران دافغان خاورې نه فعاله خارجيانو دپاکستان علاقو ته دداخليدو اؤ دګڼو ترهه ګرو حملو کوشش کړے دے خو سيکورټي فورسز په موثره انداز کښې دهغوي کوششونه ناکامه کړيدي. دۀ وييلي دي چې سيکورټي فورسز موثره کارروايۍ کړيدي اؤ د١٠٠ؤ نه زيات خارجيان ئې وژلي دي. عـطاء الله تارړ وئيلي دګل بهادر ګروپ خارجي عناصرو شمالي وزيرستان کښې په يو ګاډي هم دائي اي ډي حمله کړې ده چې پکښې ګڼ اولسي وګړي اؤ يو فوجي شهيد اؤ ګڼ کسان ژوبل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0