دپاکستان دافغان طالبانو په درخواست دجنګ بندۍ فيصله

Oct 15, 2025 - 22:11
 0  2
دپاکستان دافغان طالبانو په درخواست دجنګ بندۍ فيصله

پاکستان دافغان طالبانو دجنګ بندۍ په درخواست دراتلونکو ٤٨ؤ ګهنټو لپاره  دعارضي جنګ بندۍ فيصله کړې ده، دخارجه دفتر ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې پاکستان دافغان طالبانو په درخواست نن ( شورو)  ماښام شپږو بجو نه ٤٨ؤ ګينټو لپاره  دعارضي جنګ بندۍ فيصله کړې ده. دخارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې  دواړه اړخه به دخبرو اترو دلارې دمسئلې دحل لټولو مخلصانه کوششونه کوي. پاک فوج دبلوچستان سرحدي ضلعې چمن علاقې اسپين بولدک اؤ دخېبرپښتونخوا په کرم سيکټر کښې دافغان طالبانو او فتنة الخوارجو حملې  ناکامه کړي اؤ د٤٥ؤ نه ٥٠ؤ پورې حمله کوونکي ئې هلاک کړيدي، په جوابي کارروايۍ کښې  دافغان طالبانو ګڼ چيک پوسټونه اؤ ټينکونه هم تباه کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي