دملاله فنډ غزه کښې کارکوونکي تنظيم لپاره ديو لک ډالرو اعلان

Sep 26, 2025 - 21:56
 0  1
دملاله فنډ غزه کښې کارکوونکي تنظيم لپاره ديو لک ډالرو اعلان

 د نوبل جایزې ګټونکې او د پاکستان ټولنیزه فعاله ملاله یوسفزئ د "ملاله فنډ" ادارې اعلان کړے چې غزه کښې يوې کارکوونکې ادارې ته به يو لک ډالر مرسته ورکوي.  د دې اعلان سره، ملاله فنډ په یو بیان کښې ویلي چې دا مرسته به هغو ماشومانو ته لاسرسے برابر کړي چې د تعلیم او نورو ضروري خدماتو نه محروم شوي دي. دا مرسته به "انټرنیشنل نیټورک فار ایډ، ریلیف اېنډ اسسټنس (INARA)"  سره مرسته وکړي چې خپل خدمتونه جاري وساتي. په بيان کښې دا هم ویل شوي چې ملاله فنډ له 2023 کال راهیسې غزه کښې ماشومانو ته ضروري خدمات برابرولو کښې مرسته کوي، او تر اوسه یې د فلسطینیانو د ملاتړ کوونکو ادارو سره ۷ لکه ډالره مرسته کړې ده. ملاله فنډ  تر دې دمه  انیرا (ANERA)، فلسطین چلډرن ریلیف فنډ، انروا (UNRWA)، انارا، راوا او کائنډریو SA  ته فنډونه ورکړي دي.

 ملاله یوسفزئ ویلي: "موږ باید د نسل وژنې (جنوسایډ) ختمولو لپاره خپل غږ پورته ساتو. باید پر اسراییلو فشار واچوو چې محاصره ختمه کړي، سرحدونه پرانیزي، او یوه دایمي اوربند ته غاړه کیږدي." هغې دا هم ویلي:"د فلسطین ماشومان د ښه راتلونکي او زموږ د مرستې مستحق دي."

  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي