تيراه کښې دبارودو چاؤدنې په لسګونو کسان وژلي،امنيتي سرچينه
پېښور(انادولو) دقبائيلي ضلعې خېبر په لرې پرته سيمه تيراه کښې دبارودي موادو په چاؤدنه کښې د٢٠ؤ نه زيات کسان پحق رسيدلي دي خو دپاکستان تحريک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي اقبال افريدي دعوه ده چې دغه مرګونه دفضائي بمبارۍ په نتيجه کښې شويدي، اقبال افريدي وئيلي دي چې په دې پېښه کښې دماشومانو پشمول خواؤشا ٢٥ کسان پحق رسيدلي دي، هغه تور پورې کړے دے چې دپاکستان جيټ الوتکو په کورونو بمباري کړې ده، دغه دعوه دياد قانون سازۍ په ايکس اکاونټ ورکړل شوو بيانونو کښې شوې ده. خو يوې امنيتي سرچينې دعوه کړې ده چې بارودي مواد په يو کور کښې دعسکريت خوښو لخوا ايښودل شوي وو کوم چې تيره شپه چاؤديدلي دي چې په نتيجه کښې ئې عسکريت خوښو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.سرچينو دانادولو سره دتفصيلاتو شريکولو په دوران ووئيل چې ځينې نزدې کرونو ته هم زيان رسيدلے اؤ ناتائيده رپورټونه وائي چې ښځې اؤ ماشومان هم په وژل شوو کښې شامل دي. پاکستان هيومن رائټس کميشن په دې پېښه خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې په مبېنه توګه پۀ تيراه کښې شوې فضائي بمبارۍ کښې دماشومانو پشمول داولسي وګړو په مرګ ژوبله سخت حيران شويدي، هيومن رائټس کميشن وئيلي دي دوي غوښتنه کوي چې چارواکي دې ددې پېښې بې طرفه انکوائري وکړي اؤ پکښې دککړو کسانو محاسبه دې وکړي. په ايکس خپل بيان کښې کميشن وئيلي چې رياست په ائيني توګه پابند دے چې دټولو اولسي وګړو دژوند تحفظ وکړي.
دپښتونخوا حکومت غندنه
د خيبر پښتونخوا حکومت د ګل په ورځ د تيراه سيمه کښې د "ترهګرو پر ضد عملياتو" پر مهال د اولسي خلقو وژل کيدل وغندل
د سيمهايز پوليسو يو مشر د نوم نه ښودلو په شرط AFP ته وويل چې "جېټ الوتکو څلور کورونه هدف کړل، کوم چې په مکمل ډول تباه شوي دي". خو هغه دا ونه ويل چې دا بريد چا کړے دے. دغه پېښې له مختلفو اړخونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د وزيراعليٰ سيکرټريټ لخوا جاري شوي بيان کښې ويل شوي چې وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د ضلعې د خلقو له يوې استازې ډلې سره ليدنه وکړه. په دې غونډه کښې د پي ټي ائي د پارليماني غړي اقبال افريدي، د خيبر پښتونخوا چيف سيکرټري، د کورنيو چارو ايډيشنل چيف سيکرټري، د پېښور کمشنر او نورو چارواکو ګډون کړے و.
په غونډه کښې د تيراه د "ناوړه پېښې" په حواله د قانون او نظم وضعيت ته کتنه وشوه.
د وزيراعليٰ ګنډاپور له قوله په بيان کښې ويل شوي دي چې په دې پېښه کښې د اولسي وګړو شهادت د افسوس وړ او د غندنې وړ دے. وزيراعلى وئيلي دي چې د ترهګرو پۀ ضد عملياتو کښې د اولسي وګړو شهادت هېڅکله هم د منلو وړ نه دي،
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0