نوښار کښې څلور ټريفکي پېښې،څلور تنه مړۀ
نوښار( وحدت خبريال) په نوښار کښې څلور ټريفکي پېښو کښې ديو کم عمره طالب علم پشمول څلور کسان پحق رسيدلي اؤ درې نور ژوبل شويدي، دپوليسو لخوا تصديق شوے دے چې پېښه کښې ککړ ډرائيورانو ګاډي پريښي اؤ دموقعې نه تښتيدلي دي، دپوليس ذريعو ترمخه دنوښار اکوړه خټک اسټاپ مين جي ټي روډ باندې دتيزرفتاره ډمپر په زد کښې راتللو له امله لس کلن طالب علم برهان دلنډي کوتل اوسيدونکے پحق رسيدلے دے، دبرهان مړے پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسول شوے دے، بله پېښه رسالپور زنډو بانډه کښې شوې ده چرته چې ځوان شهريار دموټرسائيکل حادثه کښې پحق رسيدلے، دهغه ملګرے سخت ژوبل شوے دےو محله ټاپو خيراباد اوسيدونکي شير يو ځوان زوې شهريار جي ټي روډ باندې داټک خورد سره نزدې دموټرسائيکل په حادثه کښې پحق رسيدلے دے.بله پېښه پبو پانا کوټ اسټاپ په مقام شوې ده چرته چې دتيزرفتاره ټرک په زد کښې راتللو له امله دسړک نه تيريدو په دوران يو تن پحق رسيدلے دے چې پيژندګلو ئې دطالب علم عبدالصمد ولد عبدالستار په نوم شوې ده چې ددروازګۍ نظام پور اوسيدونکے دے. بله پېښه ډاک اسماعيل خيل محله سکول کورونه کښې شوې ده چرته چې دجامعه عثمانيه مدرسې سره نزدې تيزرفتاره ګاډي يو تن چقولے اؤ وژلے دے. په چراټ پبو روډ هم دوه موټرسائيکلې جنګيدلي دي چې پکښې درې ځوانان سخت ژوبل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0