کوهاټ کې د کور چت نړېدو پېښه کې يوه ښځه مړه او دوې ټپي شوې
کوهاټ (نعمت الله خان)
د کوهاټ ضلعې د خېرماتو نومې کلي کې د يو کور د چت نړېدو له امله يوه ښځه مړه او دوې نورې ټپي شوې دي.
د کوهاټ 1122 د پوليسو وياند جواد اپرېدي په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د يوه خام کور دننه د کوټې چت ناڅاپه راپرېوتو او په پايله کې د ياد کور درې ښځې د چت لاندې شوې چې وروسته د سيمې خلکو او د 1122 ټيم د ژغورنې ډلې عملياتو په ترڅ کې را وايستل شوې او په سملاسي توګه د ضلعې روغتون ته ولېږدول شوې.
د وياند په خبره، د سختو ټپونو له امله يوې ښځې په روغتون کې ساه ورکړه، خو د نورو دوو ټپي شوو ښځو درملنه روانه ده.
د پېښې د کور مالک په اړه څه نه دي ویل شوي څه نومېده چې ياده پېښه يې په کور کې رامنځته شوې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0