دپاکستان دترهه ګرۍ دمخنيوي کوششونه دسياسي اختلافاتو په وجه متاثره کيږي،رپورټ
امريکائي جريدې دي ډيپلوميټ لخوا وئيل شويدي چې دپاکستان دترهه ګرۍ دمخنيوي کوششونه دسياسي اختلافاتو په وجه متاثره کيږي،رپورټ کښې وئيل شويدي چې دخېبرپښتونخوا حکومت ترجيح دټي ټي پي سره مذاکرات دي، دا دوفاق دفوجي اپريشنو لوري ته دپام ګرځولو دپاليسۍ برعکس دي، پاکستان دا وخت دټي ټي پي پشمول دمختلفو شدت خوښو تنظيمونو دخطرو سره مخ دے، درپورټ ترمخه دتيرو څو مياشتو په دوران دټي ټي پي خطره کښې ډاګيزه اضافه راغلې ده، دخېبرپښتونخوا حکومت مختلفو حکمت عمليو دترهه ګرۍ خلاف کوششونه پيچيده کړيدي. درپورټ ترمخه ٢٠١٨م نه ٢٠٢٢م پورې پي ټي ائي دټي ټي پي دخطرې مخنيوي لپاره په مذاکراتو مبني پاليسي جوړه کړې، په هاغه وخت کښې په صوبه کښې دتشدد راکمولو لپاره دا حقيقت پسندانه قدم ګرځول شوے ؤ. دا پاليسي په ظاهره کابل سره دښې جذبې دتعلقاتو قائمولو لپاره جوړه کړے شوې وه. دې پاليسۍ پاکستان پاکستان ته واپس راتلونکي شدت خوښي نور ډاډمن کړيدي، دې پاليسۍ سره دپولې پورې غاړه دراندازۍ لپاره ګنجائش پيدا شو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0