اسلام اباد کښې دشپږ ملکي ريجنل چيفس اف ډيفنس اسټاف کانفرنس، دعلاقائي سلامتۍ لوري ته اهم پرمختګ

Jul 26, 2025 - 23:58
 0  0
اسلام اباد کښې دشپږ ملکي ريجنل چيفس اف ډيفنس اسټاف کانفرنس، دعلاقائي سلامتۍ  لوري ته اهم پرمختګ

 دپاکستان په کوربتوب ريجنل چيفس اف ډيفنس اسټاف کانفرنس کښې علاقائي سلامتۍ اؤ فوجي سفارتکارۍ دودې په لوري اهم پرمختګ شوے دے چې پکښې دامريکې پشمول  دسيمې دنورو ملکونو اعلي فوجي عهديدارانو ګډون کړے دے.

 دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه لخوا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دپاکستان په کوربتوب ريجنل چيفس اف ډيفنس اسټاف کانفرنس ترسره شوے  دے.

دائي ايس پي ار ترمخه په کانفرنس کښې امريکې، قازقستان، کرغيزستانو تاجکستان اؤ ازبکستان اعلي عسکري مشرانو ګډون کړے دے.

په بيان کښې وئيل شويدي چې  فيلډ مارشل عاصم منير درنو وفدونو ته هرکلے وئيلے اؤ په اجلاس کښې  پاکستان په سيمه کښې امن، استحکام اؤ تعميري شراکت دارۍ لپاره  دمستقل وابستګۍ اراده تکرار کړې ده.

 فيلډ مارشل وويل دسرحدونو نه ماورا خطرو اؤ پيچيده هائبرډ چيلنجونو په دې دور کښې عسکري مرسته، تزويراتي مکالمه اؤ خپل مينځي اعتماد ضرورت دوړاندې نه زيات دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي