جنوبي وزيرستان نه ٧ پوليس اهلکار اغوا
دبره جنوبي وزيرستان دوه مختلفو مقاماتو لدها اؤ سرويکۍ تاڼې حدودو نه اووۀ پوليس اهلکار تښتول شويدي. دذريعو وينا ده چې دلدها تاڼې حدودو کښې درې پوليس اهلکار دمعمول له مخې په ګشت مامور وو چې اغوا کړے شو، تښتول شوو کښې انصاف، عابد اؤ اسماعيل شامل دي.
همدغه شان دسرويکۍ تاڼې حدودو کښې په تانګه چګملائي سيمې نه څلور پوليس اهلکار تښتول شوي دي چې پکښې سب انسپکټر عبدالخالق، سپاهي عرفان الله، سپاهي حبيب الله اؤ سپاهي عمران شامل دي.
دپوليس ذريعو دپېښې تصديق کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دواړو پېښو کښې دبېدرکه شوو اهلکارو لټون روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0