نوښار، خواجه سرا دملګري سره قتل کړے شو

Nov 17, 2025 - 21:20
 0  3
نوښار، خواجه سرا دملګري سره قتل کړے شو

نوښار( وحدت خبريال)  دنوښار په پبو سيمه کښې  خواجه سرا دملګري سره قتل کړے شوے دے،   دمقتولينو قاتل سکه ورور ختلے دے ، ملزم پوليس ته ځان سپارلے دے، دمقتولينو دپوسټ مارټم نه پس دخواجه سرا سلمان  دمور په مدعيت کښې په پبو تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده. دنوښار پبو خواجه سرا سره په ملګرتيا سکه ورور په ډزو سره خپل کشر ورور اؤ خواجه سرا په ډزو سره قتل کړيدي، ملزم شازيم قندهار پوليس ته ګرفتاري ورکړې ده. دريسکيو١١٢٢ ترمخه دنوښار علاقې پبو چله بې نظير ګړهۍ پټو نه ديو خواجه سرا پشمول ددوه کسانو په ګولو سوري شوي لاشونه ترلاسه شويدي چې دپوسټ مارټم لاپره ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي