دوزيراعلى سهيل افريدي خلاف په متنازعه بيان ورکولو دپيکا ايکټ لاندې مقدمه درج
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى سهيل افريدي خلاف په متنازعه بيان ورکولو دپيکا ايکټ لاندې مقدمه درج کړے شوې ده. دميډيا رپورټ ترمخه دسهيل افريدي خلاف د پيکا ايکټ لاندې مقدمه نيشنل سائبر کرائم انويسټي ګيشن ايجنسۍ اسلام ابد دسرکار په مدعيت کښې درج کړې ده. دمقدمې په متن کښې وئل شويدي چې سهيل افريدي په جوماتونو کښې دسپو تړلو متنازعه بيان ورکړے دے، په مقدمه کښې سهيل ولد ستار نيغ په نيغه ملزم نامزد کړے شوے دے. داين سي سي ائي اے ترمخه دمحمد سهيل خلاف په انکوائري کښې سنګين الزامونه مخې ته راغلي دي چې درياستي ادارو خلاف ئې ددروغو، ګمراه کن اؤ توهين اميز بيانونو اؤ الزامونو ويډيو دپي ټي ائي په يوټيوب چينل شيئر کړې ده اؤ عنوان ئې ورکړے چې دوزيراعلى خېبرپښتونخوا سهيل افريدي داډياله جيل نه بهر ميډيا سره خبرې. داين سي سي ائي اے ترمخه دملزم بيانونه درياستي ادارو وقار ته دنقصان رسولو کوشش دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0