ګوجرانواله کښې ټريفکي پېښه، ٥ تنه مړۀ

Oct 25, 2025 - 12:37
 0  1
ګوجرانواله کښې ټريفکي پېښه، ٥ تنه مړۀ

حافظ‌اباد روډ باندې د نوکهر نه نزدې، د قلعه ديوان‌سنګهـ په ځائے کښې يوه ډېره بده د ټريفيکي حادثه شوې ده چرته چې  يو تېز رفتار ټرک د کيري ډبې سره ټکر شوے دے، چې په نتيجه کښې ئې  پنځه کسان  مړۀ شوي او څلور ژوبل دي. د ريسکيو د بيان  له مخې، په مړو کښې نسرين (۵۵ کلنه)، رخسانه (۴۵ کلنه)، يو ۱۳ کلن  ماشوم اذان، امجد پروېز (۶۰ کلن)، او جبران (۲۵ کلن) شامل دي. په زخميانو کښې انجم، امنه، مجيدان بي بي او شبنم شامل دي. ريسکيو اهلکار سمدستي موقعې ته رسېدلي، مړي او زخميان يې اسپتال ته رسولي دي. پوليسو د پېښې نه شواهد راټول کړي او د حادثې تفتيش ئې  شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي