د خیبرپښتونخوا پېښور پوهنتون 75 کلن شو
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د خيبر پښتونخوا تاريخي پېښور نومې پوهنتون، خپله 75 مه کليزه د بېلابېلو علمي، ادبي او ثقافتي پروګرامونو له لارې ولمانځله. د يادې ورځې په مناسبت د پوهنتون بېلابېلو څانګو له لوريو ځانګړې غونډې، سيمينارونه، مشاعرې او نور فعاليتونه تر سره شول.
د پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګې له لوري هم يوه علمي او ادبي مشاعره جوړه شوې وه، چې پکې د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو پوهنتونونو څخه استادانو، شاعرانو او څېړونکو ګډون کړی و.
په ياده مشاعره کې پروفېسر ډاکټر ارشد علي، ډاکټر نصرالله جان وزير، پروفېسر ډاکټر روح الله، استاد نورالاامن يوسفزی، پروفېسر اسير منګل، ډاکټر احمد علي، ډاکټر اقبال فنا، ډاکټر شېر زمان سيمان، ډاکټر سيد ظفر الله، او ډاکټر شاکر اورکزی ګډون کړی و چې د پوهنتون د تاريخ او ارزښت په اړه يې خپلې ويناوې وکړې. ګډونوالو د پوهنتون پر 75 کلن مزل، علمي خدماتو او ادبي ارزښتونو د ستايلو تر څنګ او خپل شعري کلامونه يې هم وړاندې کړل.
ياده غونډه د پښتو ادبياتو د څانګې مشرې اغلې ډاکټر فرخنده حيات په زيار جوړه شوې وه، چې پکې د پوهنتون علمي شخصیتونو ته درناوی وړاندې شو.
په مشاعره کې د پوهنتون يو وتلي استاد ډاکټر شېر زمان سيماب د پوهنتون لپاره ځانګړې ترانه وړاندې کړه، چې د استادانو او ادارې له خوا ډېره وستايل شوه.
پېښور پوهنتون د هېواد او سيمې يو له مهمو علمي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، چې نه يوازې د هېواد له ګوټ - ګوټ، بلکې له نړيوالو هېوادونو څخه هم زدهکوونکي پکې د بېلابېلو څانګو زدهکړې کوي، او د فراغت اسناد ترلاسه کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0