ډي ائي خان کښې دترهه ګرو دپوليسو په ټريننګ سنټر حمله

Oct 10, 2025 - 21:44
 0  2
ډي ائي خان کښې  دترهه ګرو دپوليسو په ټريننګ سنټر حمله

دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ضلع کښې   ترهه ګرو دپوليسو په ټريننګ سنټر حمله کړې ده، دذريعو وينا ده چې    يو خودکش حمله کوونکي دپوليسو سنټر سره نزدې ځان الوزولے دے،ذريعو وئيلي دي چې  پوليسو په وخت کارروائي کړې اؤ درې ترهه ګر ئې وژلي دي، دترهه ګرو خلاف  داخري اطلاعاتو  رارسيدو پورې  عمليات روان وو، ډي پي او  سجاد احمد موقعې ته رسيدلے دے. پوليسو اؤ سيکورټي فورسز مختلف اړخونه پخپله ګيره کښې اخستي دي، دهشت ګرد دپوليس ټريننګ سکول ته دننه داخل شويدي، ذريعو وئيلي دي چې  چهکان ايف سي قلعې نه  دايس ايس جي دستې په فوري توګه پوليس ټريننګ سنټر ته طلب کړے شويدي، دډيره اسماعيل خان ار پي او  اؤ سټيشن کمانډر هم موقعې ته رسيدلي دي، په سيمه کښې  دډزو اؤ چاؤدنو غږونه اوريدل کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي