دزيارت تښتول شوے اسسټنټ کمشنر اؤ دهغه زوې ووژل شول

Sep 21, 2025 - 22:19
 0  2
دزيارت تښتول شوے اسسټنټ کمشنر اؤ دهغه زوې ووژل شول

 د بلوچستان د زيارت  ضلعې نه 42 ورځې وړاندې تښتول شوے اسسټنټ کمشنر (افضل باقي) او د هغه زوي (مستنصر بلال) د تښتوونکو لخوا  پۀ بې رحمۍ سره  وژل شوي دي. دې پېښې نه يوازې سيمه، بلکې ټول هيواد کښې ژور خپګان خپور کړے دے. د ليويز چارواکو  په وينا، د هرنائي  ضلعې  د زرد آلو  په سيمه کښې دوه مړي موندل شوي وو. امنيتي ځواکونو سيمې ته ځان رسولے، او لاشونه ئې روغتون ته انتقال کړي. هلته دا تاييد شوه چې دواړه مړي د تښتول شوي اسسټنټ کمشنر افضل باقي او د هغه زوې دي. چارواکي وايي چې پۀ دواړو لومړے سخت  تشدد  شوے، بيا پرې  په سرونو ډزې  شوي، او لاشونه ئې په يو لرې ځائے کښې غورځولے شوي  دي. څو ورځې وړاندې د پلار او زوي يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه، چې پکښې دوي له حکومته غوښتنه کوله چې د تښتوونکو شرطونه دې ومنل شي، خو حکومت پرې کوم اقدام ونه کړو.  ياده پېښه  د اګست پۀ ۱۰مه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اسسټنټ کمشنر افضل باقي له خپلې کورنۍ او محافظينو سره د زيارت د زيزري سېلاني ځائے ته د پکنک لپاره تللے و. د نزدې غرونو نه شاوخوا  12 وسلوالو کسانو بريد وکړو، محافظين ئې بې وسلې کړل، د هغوي موټر ته ئې اور واچولو، او پلار زوي يې له ځانه سره بوتلل. د دې ظالمانه وژنې وروسته، د بلوچستان ولس، سياسي مشرانو او مدني ټولنو دا پېښه  سخته غندلې ده. خلقو د امنيتي ادارو نه غوښتنه کړې چې تښتوونکي دې ونيسي، او په سيمو کښې دې د امنيت حالت ته ځانګړې پاملرنه وشي، خصوصاً د سېلانيانو لپاره. تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي