دباجوړ اپريشن متاثرينو لپاره دامدادي پيکج اعلان
د خيبر پښتونخوا حکومت د باجوړ عملياتو له امله اغېزمن شويو خلقو لپاره ځانګړي مرستندوي پيکج اعلان کړو د تفصيلاتو له مخې، د خيبر پښتونخوا کابينې د باجوړ متاثرينو لپاره د مرستې پيکج منظور کړے، چې له مخې به د باجوړ عملياتو له امله د بې ځايه شوو کورنيو هرې يوې ته ۵۰،۵۰ زره روپۍ ورکول کېږي. همدارشان ويل شوي چې کله ټارګټډ( هدفمند) عمليات پاي ته ورسي، نو هر متاثره کورنۍ ته به نور ۲۵،۲۵ زره روپۍ هم ورکړل شي. د صوبايي حکومت له لوري دا هم ويل شوي چې د "ADC ريليف" له لارې به هرې بېځايه شوې کورنۍ ته ۵۰،۵۰ زره روپۍ ورکړل شي. په دې لړ کښې، د باجوړ ډپټي کمېشنر ته هدايت ورکړل شوي چې بې ځايه شوې کورنۍ رجسټر کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0